چارواکي: په بدخشان کي سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي

د بدخشان له طبیعي پیښو سره د مبارزې ریاست مسوولین وايي، د یاد ولایت په بېلا بېلو سیمو کي د سېلابونو له امله خلکو ته د مالي زیانونو د اوښتو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې رییس مولوي محمد اکبر اکبري ویلي، چي د یاد ولایت د درایم ولسوالۍ په خواسپک، ګرګیان او نیمتله سیمو کي او د تشکان ولسوالۍ په غوري سنګ، احمد آباد، المیچ، آسیاه، نوران او یارساز کلیو کي د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله زیانونه اوښتي.
د هغه په وینا، په ټولیزه توګه ۵۷ کورونه ۱۲۰۰ جریبه کرنیزي مځکي او بڼونه، د ژرندي محلي ماشینونه، فرعي پلچکونه او سړکونه خراب سوي او ۲۰ څاروي هم مړه سوي.
چارواکي وایي، دغه راز د تیري شپې د بارانونو له امله د فیض آباد – بهارک ولسوالۍ لاره د تګ راتګ پرمخ بنده سوې ده.