چارواکي: په بغلان کي سېلابونو عامه تاسیساتو او خلکو ته سخت زیانونه اړولي

د بغلان چارواکي وايي، سېلابونو د بغلان په ګڼو ولسوالیو کي سیمي ویجاړي کړي او په جدي توګه د بېړنیو مرستو پرځای اساسي مرستو ته اړتیا ده.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس او د مرستو راټولو کمېټې غړی مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وايي، چي سېلابونو لسګونه پلونه، ګڼ پلچکونه، روغتونونه، ښوونځي، کوچنۍ او فرعي لاري او د خلکو کورونه او څه باندي ۱۲۰ زره جریبه کرنیزه مځکه ویجاړه کړې، چي دا هرڅه په جدي توګه د اساسي مرستو په ور استولو سره جوړولو ته اړتیا لري.
هاشمي وویل، چي بېړنۍ مرستي په بېلابېلو خوراکي، روغتیايي، د سېلاب ځپلو د لېږد او نورو برخو کي ترسره سوي او اوس باید د خلکو لپاره د استوګني د کورونو جوړولو، د ویجاړو سوو لارو او بندونو د بیا جوړولو غم وخوړل سي.