چارواکي: په بلخ کي ۳۰۰ میله بېلابیلي وسلې موندل سوي او په تړاو ۳۵ تنه نیول سوي

د کورنیو چارو وزارت وایي، د بلخ امنیه قومندانۍ ترهګرۍ سره د مبارزې منسوبینو د تېر یوه کال راهیسي د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کي ۳۰۰ میله سپکي او درنې وسلې تر لاسه کړي او ضبط کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چي په یاد شمېر وسلو کي کلاشینکوفونه، تومانچې، پیکا، راکټ او نوري وسلې شاملي دي.
د کورنیو چارو وزارت لیکي، د بلخ امنیه قومندانۍ د یادو وسلو په تړاو ۳۵ تنه نیولي چي دوسیې به یې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل سي.
د بلخ تر څنګ په نورو ولایتونو کي هم چارواکو د بېلابیلو وسلو د نیولو خبر ورکړی او دغه راز په دې ورستیو کي د بې جوازه وسلو د ټولولو خبر هم ورکول سوی.