چارواکي: په تېرو لسو ورځو کي د څه باندي ۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت نفت خرڅ سوي

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په تېرو لسو ورځو کي د امو دریا نفتي حوزې ۱۳۰ زره ټنه خام نفت د۷۱ عشاریه ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت په هیواد کي د ننه د پروسس په موخه خرڅ سوي دي.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان پر ایکس پاڼه لیکلي، دغه اندازه نفت یې پر کورنیو پانګوالو خرڅ کړي چي نن به هم ۲۰ زره ټنه نور خام نفت د ازادي داوطلبۍ له لاري خرڅ سي.
د هغه په وینا، دا لومړی ځل دی، چي په دوو اونیو کي ۱۵۰ زره ټنه خام نفت د ازادي داوطلبۍ له لاري پر افغان پانګوالو د پروسس په موخه خرڅيږي.
څو اونۍ مخکي هم یاد وزارت ۶۰ زره ټنه خام نفت خرڅ کړي وه او دا مهال په امو نفتي حوزه کي په ورځني ډول ۱۳۵۰ ټنه خام نفت استخراجیږي.