چارواکي: په روانه میاشت کي د بارانونو او واورو له امله ۹۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې وزارت وایي، د رواني کب میاشتي له لومړۍ بیا تر ۲۲مي نېټې پوري په بېلابیلو ولایتونو کي د بارانونو او واورو له امله ۶۰ کسان مړه او ۲۳ نور ژوبل سوي دي.
د دغه وزارت ویاند جانان سایق ویلي، چي په یاده موده کي ۱۶۴۵ کورونه په بشپړ یا نیمايي ډول نړېدلي او نږدې ۱۷۸ زره څاروي هم تلف سوي دي.
د هغه په وینا، په دې موده کي د یاد وزارت له خوا په هغه ولایتونو کي چي زیانونه رامنځ ته سوي شاوخوا ۲۲ زره ۴۱۵ کورنیو ته خوراکي، غیر خوراکي او نقدي مرستي ورکول سوي او دا مرستي اوس هم دوام لري.
سږ کال د هیواد په اکثره ولایتونو کي بارانونه او واوري واورېدلې چي ورسره ډېر سیلابونه هم راغله.
که څه هم اورښتونو ځاني او مالي زیانونه اړولي خو خلک وایي، یوه اباد کال ته هیله مند دي او تمه لري چي اوبه زیاتي سي.