چارواکي: په غزني کي یوه کس خپلي دوې مېرمني وژلي او د دریمي سترګي یې ړندې کړي

د غزني امنیه قومانداني وايي، چي په دغه ولایت کي یوه کس خپلي دوې مېرمني وژلي او د دریمي سترګي یې ور ړندې کړي دي.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي وایي، چي تېره ورځ ناوخته د اندړو ولسوالۍ امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چي خپلي دوې ښځي یې وژلي او د دریمي پر مخ یې تېزاب پاشلي دي.
د هغه په وینا، دغه کس درې ښځي درلودې، دوې یې مخکي وژلي وې او اوس یې د دریمي پر مخ تېزاب پاشلي او دواړي سترګي یې ور ړندې کړي دي.
ده زیاته کړه، چي یاد کس د غزني د قره‌باغ ولسوالۍ د ګونګي کلي اوسېدونکی دی چي یو ځل مخکي له امنیتي کسانو څخه تښتېدلی هم وو.
مسوولین وایي، دغه کس اوسمهال په اندړو ولسوالۍ کي تر څېړنو لاندي دی او وروسته به عدليي او قضايي ارګانونو ته وسپارل سي.