چارواکي: په هرات او نیمروز کي زرګونه کیلو ګرامه نشه يي توکي سوځول سوي

په ولایتونو کي د نیول سویو نشه ‌يي موادو د سوځولو لړۍ پيل سوې او په دې لړ کي په هرات او نیمروز ولایتونو کي زرګونه کیلوګرامه نشه‌ يي مواد سوځول سوي دي.
د نیمروز ولایت ځايي چارواکي وايي، چي امنیتي کسانو په تېرو شپږو میاشتو کي د خپلو عملیاتو په نتیجه کي دوه ټنه نشه ‌يي مواد نیولي وه.
د نیمروز ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير عبدالواسع ریحان وايي، چي د نشه يي موادو د جوړولو، قاچاقو او خرڅولو په تور سل نفره نیول سوي او محکمو ته سپارل سوي دي.
دغه راز چارواکي وایي، په هرات ولایت کي هم دوه ټنه نشه يي مواد سوځول سوي چي ۷۱ کیلوکرامه يې ښیښه، ۲۴ کیلوګرامه هيرويين، ۱۳۰ کیلوکرامه اومان بوټي، پنځه زره لېټره تېزاب، زر نشه يي ګولۍ، ۴۸۰ کیلوګرامه کېمیاوي مواد او ۴۹۱ کیلوګرامه يې تاریاک دي.