چارواکي: په هرات کي د پاشدان بند پاته چاري پيلیږي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هرات ته تللی او هلته یې د درملو یوه فابریکه پرانیستې.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي د خصوصي سکتور له خوا پر دې فابریکه ۱۶میلیونه ډالره پانګونه سوې او له دوو زرو زیاتو کسانو ته د کار زمینه برابره سوې.
د خبرپاڼي له مخي د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په هرات ولایت کي د پاشدان بند د پاته چارو د پيل پرانستنه هم وکړل.
د پاشدان بند د دوه میګاواټه برېښنا د تولید او ۵۰ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ترڅنګ د ۱۳ زره هکتاره کرنیزي مځکي د خړوبولو ظرفیت لري.
د پاشدان بند کار شاوخوا نهه کاله وړاندي د مخکیني حکومت پر مهال پيل سوی وو او اکثره وخت یې کار له دې امله د ځنډ سره مخ وو چي پر کارکوونکو یې بریدونه کېدل.