چارواکي: په پروان کي د اورلګېدني له امله ۱۰ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی

چارواکي وایي، د پروان د سیاه ‌ګرد ولسوالۍ په بازار کي د اورلګېدني له امله یو کس ټپي سوی او نږدې لس میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی دی.
د پروان امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي دا اورلګېدنه نن سهار د تېلو او ګازو په یو دوکان کي رامنځته سوې ده.
د خبرپاڼي له مخي د اورلګېدني له امله د تېلو او ګازو دوکان او یو شمېر نور پلورنځي هم سوځېدلي دي.
دا په داسې حال کي ده چي تېره ورځ د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کي هم د اورلګېدني له امله نږدې ۱۰۰ زره افغانۍ زیان اوښتی وو.