چارواکي: په کندهار کي تېره اونۍ د نشه یي توکو په تړاو ۱۷ تنه نیول سوي دي

د کندهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، په دغه ولایت کي په تېره یوه اونۍ کي د ٥٧ عملیاتو په پایله کي ١٧ تنه مظنونین د نشه یي توکو په تړاو نیول سوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې مدیریت له نیول سویو کسانو سره ٢٣٠ ګرامه چرس، ١٦٢ ګرامه هيرويين، ١١٥ ګرامه ښيښه، ٥٧٥ ګرامه ټابلیټ کا ګولۍ نیولې دي.
د هغه په وینا، دغه راز ١٩ قضیې ثبت سوي چي په هغو کي ٧ سيټه موبایلونه نیول سوي دي، ٧٥ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان د ښار له مختلفو برخو څخه راټول سوي او وروسته د درملني په موخه روغتیايي مرکزونو ته لیږدول سوي دي.
ده زیاته کړه، د کندهار په بېلابیلو سیمو کي ۲۸ جریبه مځکه هم د کوکنارو له کښت څخه پاکه سوې ده.