چارواکي: په کندهار کي درې تنه هغه قاتلین غله نیول سوي چي یو کس یې وژلی وو

امنیتي چارواکي وایي، د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ امنیتي ځواکونو هغه درې تنه نیولي چي دوې ورځي مخکي يې يو تن وژلی وو.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وايي، نیول سویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي، یې دي چي یو کس يې د پنځوس زره افغانیو او یو عراده موټرسايکل لپاره وژلی وو.
د هغه په وینا، د يادي پېښي له رامنځته کېدو سره سم د بر رسۍ ټيمونه ساحې ته رسیدلي او رامنځته سوې پېښه يې له نژدې څخه ليدلې ده.
ده وویل، نیول سوي کسان د نورو اجراتو په موخه اړوند قضايي ارګانونو ته معرفي سوي دي.
له دې وړاندي هم په کندهار کي د غلو له خوا ځیني کسان د پيسو یا نورو توکو د اخیستلو پر مهال وژل سوي دي.