چارواکي: په کندهار کي د نشه یي توکو په تړاو ٥٦ عملیات ترسره سوي

امنیتي چارواکي وایي، د کندهار ښار په حوزو او ولسوالیو کي د نشه يي توکو پر ضد ٥٦ عملیاتونه ترسره سوي دي، چي په تړاو يي ١١ تنه مظنونین نیول سوي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وایي، د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې مدیریت منسوبینو د تیري یوې اونۍ پرمهال د نشه یي توکو په تړاو ٥٦ عملیات ترسره کړي دي، چي په يادوو عملیاتو کي ١١ تنه مظنونین، ٦ ګرامه ښيښه، ٣ ګرامه هيرويين، ٤١٦ ګرامه چرس، ٢٣٠٠ کیلو ګرامه اومان، ٣١٧٤ قرصه ټابليټ کا ګولۍ، ٥ سيټه موبایلونه او ١ عراده موټرسايکل نیول سوی.
د هغه په وینا، دغه راز په خاکریز، غورک، معروف، بولدک، لوړ شاه ولیکوټ او تخته پل ولسوالیو کي څه باندي ۱۷ جریبه د کوکنارو کښت له منځه وړل سوی.
ده وویل، په دې موده کي د کندهار ښار له مختلفو ساحو څخه ٩١ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان راټول سوي او د تداوي په موخه اړوند ارګانونو ته معرفي سوي دي.