چارواکي: په کندهار کي ٦٠ جریبه مځکه له کوکنارو څخه پاکه سوې ده

چارواکي وایي، د کندهار په کښته میوند، غورک، دامان او تخته پل ولسوالیو کي د وروستیو عملیاتو په ترڅ کي ٦٠ جریبه مځکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه سوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وایي، په ياده ٦٠ جریبه مځکه کي ۴۷ جریبه د کښته میوند په بېلابيلو ساحو کي، ٨ جریبه د غورک، ۵ جریبه کوکنار په دامان او تخته پل ولسوالیو کي له منځه وړل سوي دي.
د هغه په وینا، کوکنار تر ډېره د خلکو له خوا په کورونو کي کرل سوي وه چي په تړاو يې درې تنه نیول سوي او د نورو پلټنه روانه ده.
که څه هم د کوکنارو پر کښت له وړاندي څخه سخت بندیز وو خو بیا هم د کندهار په ډېری ولسوالیو کي خلکو سږ کال هم کوکنار کرلي وه.
کروندګر وایي، د کوکنارو بدیل دي ورکول سي تر څو دوی له دې کښت څخه لاس واخلي.