چارواکي: په کندهار کي یوه ځوان د عصبي ناروغۍ له امله ځانوژنه کړې ده.

کندهار امنتیي چارواکي وایي، د ښار د دوهمي حوزې اړوند په باقي کالونۍ کي د میرام شاه اغا په نوم یوه ځوان په تشناب کي ځان ځړولی او مړ سوی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د چهار شنبې په ورځ ناوخته څراغ ته وویل، دغه ځوان تېره شپه ځان ځړولی وو او د کورنۍ غړي یې نن سهار ورباندي خبر سوي دي.
د هغه په وینا، د دغه ځوان کورنۍ امنتیي کسانو ته ویلي، هغه د شپې د خوب په نیت خوني ته تللی وو، سهار چي یې مور ورغلې، ده په تشناب کي په رسۍ ځان ځړولی وو.
د دغه ځوان کورنۍ امنیتي مسولینو ته ویلي، چي یاد کس عصبي ستونزه لرل ځکه یې ځان ځړولی.