چارواکي: په کندهار کي ۵ تاریخي ابدې ترمیم کیږي

چارواکي وایي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه پلاوي کندهار ولايت ته د سفر په ترڅ کي په دغه ولایت کي د ۵ تاریخي آبدو سروې کړې ده.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمر وايي، راغلي پلاوي د دغه ولایت د فرقې شهيدانو مقبرې، سليمان آخند مار، چهل زينو، حضرت جي بابا او سرپوښه بازار تاریخي سیمو لومړۍ سروې ترسره کړې.
د هغه په وینا، په راتلونکي کي به د دغه تاریخي ابدو د ترمیم چاري پیل سي تر څو د له منځه تلو له ګواښ څخه وژغورل سي.
مسوولین وایي، د ا.ا له بیا واکمنېدو سره په کندهار کي د ميرويس نيکه، زرغونې انا او د احمد شاه بابا مقبرې او احمدشاهي حوض بيارغول سوي او دغه راز د احمدشاه بابا د کور د بيا رغوني چاري رواني دي.