چارواکي: کندهار کي د نشه یي توکو په تړاو تېره یوه اونۍ کي ۵۸ عملیاتونه ترسره سوي

د کندهار د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، په کندهار ښار او ولسوالیو کي د تېري یوې اونۍ په ترڅ کي د نشه یي توکو اړوند ۵۸ بېلابېل عملیات تر سره سوي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وايي، د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې مدیریت له لوري په دې تر سره سویو عملیاتو کي پنځه تنه نیول سوي.
د هغه په وینا، په دې عملیاتو کي ۲۷۷۸ کیلو ګرامه اومان، یو عراده موټرسایکل او پنځه تلیفونونه هم نیول سوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاته کړه، دغه راز شپږ جريبه مځکه د کندهار په خاکریز، ارغنداب او معروف ولسوالیو کي د کوکنارو او بنګو له کښت څخه پاکه سوې ده.
ده وویل، د امنیتي ځواکونو له لوري له کندهار ښار څخه ۱۲۸ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان هم راټول او په نشه يي توکو د روږدي کسانو د درملني مرکزونو ته لېږدول سوي دي.