چاوراکي: سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کي ۵۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

له طبعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د غوايي میاشتي له ۲۰مي بیا تر اوسه په بېلابېلو ولایتونو کي د سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه او ۲۶۶ کسان نور ژوبل سوي دي.
د دغه وزارت ویاند ملا جانان سایق وایي، د دغو سېلابونو له امله ۱۴ زره ۹۲۳ کورونه په بشپړ او نیمايي ‌ډول نړېدلي او پنځه زره ۶۵۵ څاروي هم تلف سوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چي، د افغانستان په شمال کي د دغو سېلابونو له امله تر ۸۰ زره زیات کسان اغېزمن سوي دي.
خو یاد پروګرام بیا د سېلابونو له امله د مړیني شمېره ۵۴۰ تنه یاد کړي دي.