چمپینز ټرافي ته د ملي لوبډلي د لباس په اړه کرکټ بورډ معلومات خپاره کړي

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان په کوربه‌توب د چمپینزټرافي جام سیالیو لپاره د ملي لوبډلي لپاره د جوړ سوي لباس انځورونه خپاره کړي چي د جام منار یې پر یوه برخه انځور سوی.
کرکټ بورډ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، هغه څلی چي د افغانستان د لرغونتیا او پیاوړتیا سمبول دی، د هریرود پېژندګلوي، د بدخشان سرلوړي، د ګندهارا عزم او د اراکوزیا تعریف دی، هغه څلی چي بست ورڅخه ښکلا اخیستې، بخدي تاریخ او هرات ورڅخه تمدن، او غلغلې ورڅخه سرچینه خپله کړې.
افغانستان د دغه جام په (بي ګروپ) کي له اسټراليا، سویلي افريقا، او انګلستان سره لوبېږي.
د افغانستان ملي لوبډله د ۲۰۲۳ د کرکټ نړیوال جام د سیالیو په لړ کي د څو پرله‌پسې سیالیو ګټلو وروسته په لومړي ځل وتوانېده چي د ۲۰۲۵ د کرکټ د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي سیالیو ته لاره پیدا کړي.