چهار شنبه او پنجشنبه د هیواد په یو شمېر ولایتونو کي د چټکو بادونو اټکل سوی دی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني اداره وایي، چي د چهار شنبې په او پنجشنبې په ورځو کي د هیواد په یو شمېر ولایتونو کي د لنډ مهاله چټکو بادونو اټکل سوی.
دې ادارې ویلي، چي د سالنګونو په ګډون په شمالي، ختیځ، لوېدیځ او مرکزي ولایتونو کي به چټک بادونه وي چي د سرعت کچه به یې په یو ساعت کي له ۶۰ تر ۹۰ کیلو مترو پوري وي.
د هوا پېژندني ادارې په خبرپاڼه کي ویل سوي چي دا بادونه به خاوري او دوړي هم له ځان سره ولري.
د چاپیریال ساتني کارپوهانو ویلي، چي د بادونو دا څپه به تر رارواني جمعي پوري ادامه ولري.