د پاکستان د پوځ وياند احمد شريف چودري د جمعې په ورځ په پېښور کي د يوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال خبريالانو ته ويلي دي، چي هند د افغانستان د خاوري څخه په استفاده د پاکستان پر خاوري باندي بريدونه کوي.
هغه ويل افغانستان دغه وسله والو ته امن ځايونه او وسلې ورکوي.
هغه ويلي چي په تېرو دوو کلنو کي په خيبر پښتونخوا کي وسله وال بريدونه زيات سوي، چي په ياده موده کي ۱۶۱ افغانانو په دغه پېښو کي لاس درلودئ، چي د پاکستان پوځ وژلي دي او ۳۰ تنه ځ.انمرګي بريدګرو هم د افغانستان تابعيت درلود.
هغه دغه راز ويلي چي ۱۳۵ وسله وال ترهګر ئې هغه وخت وژلي دي، چي د افغانستان څخه پاکستان ته اوښتل.
چودري د پاکستان پوځ له خوا د تېري شپې بريد ته په اشاره ويلي، چي د پاکستان د خلګو د امنيت په سبب هر ډول اقدام تر سره کوي.
هغه د خپلو خبرو پر مهال د نورولي مسيد د وژل کېدو په اړه هېڅ نه دي ويلي