د چين رسنيو د يکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چي دغه هيواد د افغانستان د وروستۍ زلزلې له امله د زيانمنو سوو کسانو سره د شاوخوا اووه ميليونو ډالرو په ارزښت د خوراکي او غيري خوراکي توکو مرسته کړې.
د چينايي رسنيو په حواله چي د چين د بشري مرستو لومړۍ جوپه د يکشنبې په ورځ کابل ته رسېدلې ده او ډېر ژر به د افغانستان په ختيځو ولايتونو کي پر زلزله ځپلو کسانو باندي تقسيم کړي.
دا په داسي حال کي ده، چي تېره ورځ ازبکستان هم د افغانستان د زلزلې ځپلو کسانو سره د ۲۶۵ ټنه د خوراکي توکو او درملو مرسته کړې وه.