د چین رسنیو خبر ورکړی چي د دغه هیواد د سره صلیب موسسې په مرسته ګڼو افغان ماشومانو ته چي د زړه ناروغي لري، درملنه کوي.
راپورونه وایي، په وروستیو کلونو کي سلګونه ماشومان د درملني له پاره چین ته انتقال سوي او هلته ئې تداوي سوې ده.
د معلوماتو له مخي، له ۲۰۱۸ کال راپه دې خوا دا پروګرام روان دئ او هر کال لسګونه ماشومان له افغانستانه چین ته لېږدول کېږي.
د چين د رسنيو د راپور له مخي اوس مهال شاوخوا ۱۵ زره نور افغان ماشومان د دې پروګرام له پاره نوم ثبت کړی او د درملني تمه لري. دا ماشومان زیاتره د هغو کورنیو له منځه دي چي اقتصادي ستونزي لري او نه سي کولای د زړه جراحي لګښتونه پوره کړي.
د یادوني ده چي څه موده وړاندي چینایي ډاکټران هم کابل ته راغلي وو، څو ځینو افغان ماشومانو ته دلته درملنه وکړي او د هغوی وضعیت وارزوي.