چین او روسیه لېواله دي، چي په افغانستان کي پانګونه پراخه کړي

سرپرست حکومت وايي، چي په بېلابېلو برخو کي د پانګوني لپاره ښه فرصتونه شتون لري او له همدې امله ګاونډي او د سیمي هیوادونه په ځانګړې توګه چین او روسیه لېواله دي، چي په افغانستان کي پانګونه پراخه کړي.

د ارګ له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي ویل سوي چي یوشمېر روسي پانګوالو د ریاست‌الوزرا له اقتصادي مرستیال سره کتنه کي ویلي، غواړي په افغانستان کي د زېربناوو، صنعت، سوداګرۍ، ټرانسپورټ، کرني، اوسپني پټلۍ او روغتیا په برخو کي پانګونه وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، په دغه کتنه کي د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ډاډ ورکړی چي په افغانستان کي په بېلابېلو برخو کي د پانګوني لپاره ښه فرصتونه برابر سوي او اسلامي امارت له ټولو پانګوالو ملاتړ کوي.

په همدې حال کي د کانونو او پټرولیم وزارت مسولین د افغانستان د نفتو په استخراج کي د چینايي پانګوالو د لېوالتیا خبر ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *