د افغاني سره میاشت ټولنه وايي، چین د افغانستان شمالي ولایتونو د زلزله ځپلو سره ۱۰۰ زره امریکايي ډالره مرسته کړې ده.
دغه مرسته په کابل کي د چين د سفارت له خوا د ط..البانو سرې مياشتي ټولني ته سپارل سوې ده، ترڅو د اړمنو او زيانمنو خلګو سره بشري مرستي ورباندي وکړي.
یادي مرستي په داسي وخت کي ترلاسه کېږي چي یوه ورځ وړاندي د اسلامي همکاریو سازمان هم د زلزله ځپلو ته ۱۰۰ زره ډالره افغاني سرې میاشت ته ورکړي وو، څو د اړمنو کورنیو لاسنیوی وسي