د چین د لومړي وزیر مرستیال «دینګ ژوشیانګ» وایي چي په پاکستان کي د دوی پر اتباعو د بریدونو له زیاتېدو وروسته به دوی له امنیتي ګواښونو سره په مبارزه کي له اسلام اباد سره همکاري وکړي.
د چین د لومړي وزیر مرستیال په باکو کي د اقلیمي بدلون په څنډه کي د پاکستان له لومړي وزیر، شهباز شریف سره کتلي دي.
شهباز شریف په دې کتنه کي ټینګار کړی چي هیواد یې د چینايي اتباعو د امنیت د تامین او د «ترهګرۍ د ریښو د له منځه وړلو» په خاطر ګامونه پورته کړي دي.
تر دې وړاندي د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په پاکستان کي پر چینايي اتباعو د برید په غبرګون کي ویلي وه چي له «ترهګرۍ» سره د مبارزې په برخه کي به د پاکستان ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ویلو ده چې په وروستیو میاشتو کي په پاکستان کي پر چینايي اتباعو بریدونه زیات سوي دي.
د راپورونو له مخي، له تېري یوې لسیزي راهیسي په پاکستان کي په ورته بریدونو کي تر ۲۰ ډېر چینايي اتباع وژل سوي دي.
بل خوا په یو تازه پېښه کي نن سهار د بلوچستان د زیارت په منګي سیمه کي د یو پاکستاني میجر په ګډون دوه پوځیان وژل سوي.