چین وټس اپ او د میټا شرکت اړوند بل اپلیکېشن تریډز په خپل هیواد کي بند کړل

امریکايي رسنۍ وايي، اپل کمپنۍ په چین کي پر انترنیټ د څارونکو ادارو په امر له خپلو انلاین پلورنځیو د میټا شرکت اړوند دوه پیغام رسوونکي اپلیکېشنونه وټس اپ او تریډز لیري کړل.
چین په نړۍ کي د انټرنیټ په سانسور کي بې ساری هیواد دی او چینايي کاروونکي بېله فلټرماتوونکي یا وي پي این د ګوګل په شمول اکثره غیرچینايي اپلیکېشنونه نه سي لیدلای.
د چین په انلاین پلورنځیو کي ټیلګرام او زیګنال اپلیکېشنونه هم کار نه کوي او ویل کیږي چي د چین حکومت دا دوې شبکې هم سانسور کړي دي.
په چین کي د فیسبوک، ګوګل، ایکس او ټیک ټاک په شان ټولنیزي پاڼي، چي په نړۍ کي میلیاردونه مینه وال لري، منع دي خو ګڼ شمېر چینایان له وي پي این او نورو فلټرماتونکو څخه په استفاده له دغو پاڼو څخه کار اخلي.
بل خوا ټاکل سوې چي د امریکا د استازو جرګه نن یو پرېکړه لیک تصویب کړي چي پر اساس به یې ټیک ټاک له خپل اصلي چینايي شرکت سره اړیکي پرې کوي.