د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپله تازه سرمقاله کي ويلي دي، چي د لوېدیځو هېوادونو پر هغه چلند نیوکي کړي، چي په پاکستان کي ئې د خپلو افغان متحدینو د لېږد بهیرونه ځنډولي او له ژمنو سره سره ورته پاملرنه نه کوي.
دغه ورځپاڼه زياتوي، چي لوېدیځو هېوادونو پاکستان کي له مېشتو افغان متحدینو مخ اړولی، د ورځپاڼي په حواله چي دغه کسان د اوږدې مودې څخه په پاکستان کي مېشت دي او لوديځو هېوادونه ئې د انتقال په برخه کي پاته راغلي دي.
په سر مقاله کي راغلي دي، چي زرګونه افغانان چي له غربي ادارو او حکومتونو سره ئې کار کړی او هغوی ورته د پناه ژمني ورکړي وې، دا څو کاله کيږي، چي په پاکستان کي په ډېر خراب حالت کي ژوند کوي. ډان ورځپاڼه زیاتوي دغه افغانان که بېرته افغانستان ته ستانه سي، نو د خپل ژوند او ازادۍ له ستر ګواښ سره مخ کيږي.