ډاکټر تنها:ط.البان دا ځل امريکا د مور د مېړه په حیث راولي

د کابل پوهنتون پخواني استاد ډاکټر محمد تنها ویلي چي ط.البانو امريکایان د یو متحد په توګه د افغانستان څخه وباسل او اوس یې د مور د مېړه په توګه بيرته راولي .

هغه زیاته کړې چي په جمهوریت کي امریکایانو د یو امنیتي تړون له پاره لس کاله انتظار وکړئ،او درې جرګې پر وسوې،وروسته تر ډیرو خواریو جمهوري چارواکو تړون ورسره لاسلیک کړ،خو امریکا ط.البانو ته ویلي که ستاسو خوښه وي یا نه موږ په زور افغانستان ته راځو،او ط.لبان ورته بې جوابه پاتي دي.

د یادوني وړ ده چي تيرو څو ورځو کي ټرمپ څو واره په افغانستان کي د بګرام اډې د بیا نيولو خبر ورکړی ،چي یاد خبر د افغان فعالانو،او سیاسونو د تندو غبرګونو سره مخ سوی دی.