ډاکټر عبدالله عبدالله پر ايران د اسراييلو بريد غندلی

په داسي حال کي چي ایران پر دغه هیواد د اسراییلو برید رد کړی او وایي، چي اسراییلو هیڅ برید نه دی کړی د افغانستان د مخکیني حکومت اجرایيه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پر ایران د اسراییلو برید غندلی او وایي، اسرایيل په سیمه کي د ټولو ګډوډيو لامل دی.
هغه پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چي دوی د ایران د اسلامي جمهوریت پر خاوره د اسراییلو برید غندي او په سیمه کي د دغه کړکیچ اصلي علت د فلسطین د مظلومو خلکو په وړاندي د اسراییلو سیاستونه او په غزه کي د هغوی وژل دي.
ډاکټر عبدالله زياته کړې چي اسرایيل بايد د غزې په تړانګه کي خپلو ظلمونو ته د پای ټکی کښېږدي او له ايران سره هم خپلي ستونزي د ډيپلوماټيکو لارو حل کړي.
پر ایران د برید په اړه العربیه فارسي د اسراییلي چارواکو له منځه د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی چي د ایران پر اصفهان د تیري شپې بریدونه اسراییلي ایف ۳۵ جنګي الوتکو کړي دي.
خو ایران بیا دغو بریدونو ته د هېڅ شي نوم ورکړی او وایي، د بیا غچ اخیستني اقدام به ونه کړي.
امریکا هم تایید کړې ده چي اسراییلو د ایران په اصفهان کي ځیني اټومي سایټونه په نښه کړي دي.