ډبلیوایف‌پي : د بودیجې د کمښت له امله نه دي توانېدلي چي په افغانستان کي له ۱۱ میلیونه ډېرو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي

د خوړو نړیوال پروګرام یا “ډبلیوایف‌پي” وایي، د بودیجې د کمښت له امله نه دي توانېدلي چي په افغانستان کي له ۱۱ میلیونه ډېرو اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

ډبلیوایف‌پي په یوه راپور کي د خپلي هغه بودیجې خبر ورکړی چي د افغانستان لپاره ده او اندېښنه یې ښکاره کړه چي دا ۱۱ میلیونه افغانان د مې له میاشتي نیولي تر اکټوبر پوري د دوی له مرستو محروم سوي دي.

د ملګرو ملتونو دا اداره زیاتوي چي په افغانستان کي د مرستو په خاطر د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۶۷۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د مرستو د همږغۍ د ادارې یا اوچا په باور سږ میلادي کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.