ډبلیوایف‌پي وايي، امریکا او بریتانیا له افغانستان سره څه باندي ۳۳۰ میلیونه ډالره مرسته کړې

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، امریکا او بریتانیا له افغانستان سره د بېلابېلو برخو لپاره څه باندي ۳۳۰ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو دې ادارې چي مخکي یې په افغانستان کي د مرستو د سخت کمښت په اړه اندېښنه ښودلې وه، په دوو جلا بیانونو کي ویلي، چي امریکا په افغانستان کي د خوارځواکۍ او ژوند ژغورونکو برخو لپاره له دوی سره ۲۸۰ میلیونه ډالرو مرسته کړې.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چي بریتانیا هم د بېړنیو پروګرامونو لپاره له ۵۰ میلیون ډالرو ډېره مرسته کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، دا مرستې به له ۴.۲ میلیون څخه زیاتو خلکو ته خوراکي توکي، شپږ نیم لکه کوچنیانو او له نیم میلیون څخه زیاتو خوارځواکو میندو ته طبي خدمات او خواړه چمتو کړي.