ډبلیوایچ‌او: ملګري ملتونه د افغانانو په تېره د ښځو او کوچنیانو ملاتړ ته دوام ورکوي

د روغتیا د نړیوال سازمان یا WHO مشر وايي، د ملګرو ملتونو دا اړونده اداره به د افغانستان د ټولو خلکو په تېره د ښځو او کوچنیانو ملاتړ ته دوام ورکړي تر څو هغو ته روغتیايي اسانتیاوې چمتو کړي.
تیدروس ادهانوم ګیبریسیوس دا خبره د ا.ا د روغتیا له سرپرست وزیر نورجلال جلالي سره تر کتني وروسته پر خپله ایکسپاڼه لیکلې ده.
هغه لیکلي چې له جلالي سره د تیري اونۍ په کتنه کي یې د کوچنیانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د هڅو د ګړندي کولو او په افغانستان کي د نورو ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه هم بحث وکړ.
د WHO مشر زیاتوي چي له جلال سره یې زده‌کړو او کار ته د ښځو د انډول حق د یقیني کولو په اړه هم خبري کړي.
ګیبریسیوس نه دي ویلي، چي دا کتنه په کوم ځای کي سوې، خو د عامي روغتیا وزارت پرون په یو بیان کي ویلي، جلال چي د روغتیا په برخه کي د پرمختګونو او له دې وزارت سره د نړیوالو ادارو د همږغۍ په اړه د خبرو لپاره له یوه پلاوي سره سویس ته تللی هلته له ګیبریسیوس سره لیدلي دي.