ډبلیوایچ‌او وایي، په افغانستان کي طبیعي پیښو د ډینګي تبي سره مبارزه ډېره سخته کړې ده

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کي ویلي چي په افغانستان کي طبیعي پیښو او د اقلیم بدلون د روغتیايي ناورينونو، په ځانګړي ډول د ډینګي تبي پر وړاندي مبارزه ډېره سخته کړې ده.
د ډبليوایچ‌او د معلوماتو له مخي دغه ساري ناروغي چي په لومړي ځل په ۲۰۱۹م کال کي په افغانستان کې راڅرګنده سوه، په ۲۰۲۲م او ۲۰۲۳م کلونو کي یې په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کي شاوخوا ۵ میلیونه وګړي له ګواښ سره مخ کړل.
که څه هم د روغتيا نړيوال سازمان ویلي، د ډینګي تبي د زیاتوالي د مخنیوي په موخه یې ۵٠٠ روغتیايي کارکوونکي د تشخیص او درملني په برخه کي روزلي، خو بيا هم په دې ناروغۍ يو شمېر اخته کسان وايي چي خدمتونو ته پوره لاسرسی نه لري.
په همدې حال کي یونېسف په خپل نوي راپور کي په افغانستان کي له سېلابونو وروسته د شري، شديدو تنفسي ناروغیو، کانګو او ډینګي تبي له زیاتوالي خبر ورکړی دی.
ډینګي تبه یوه ساري ناروغي ده چي د ډینګي خړي غوماشي د چیچلو له لاري انسان ته لېږدول کیږي.