ډبلیو‌اېچ‌او: په کنړ کي د زلزله ځپلو کسانو د ژغورلو له پاره نړۍوال ملاتړ ته اړتيا ده

د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) په خپل تازه راپور کي ويلي، چي د افغانستان په ختيځ کي د زلزلې له امله د رامنځ ته سوي ناورین کچه نوره هم مخ پر لوړېدو ده. دغه سازمان ويلي، چي تر اوسه څه باندي ۱۴۰۰ کسان وژل سوي او څه باندي ۳۳۰۰ نور ټپیان او شاوخوا اته زره کورونه ویجاړ سوي دي او د دې امکان سته چي لرو پرتو سیمو ته د پلټنو او ژغورني ټیمونو په رسېدو سره چي تر اوسه ورته لاسرسی ممکن نه و د تلفاتو شمېر نور هم لوړ سي.
د دغه سازمان په راپور کي ويل سوي: ((د ژغورني عملیات د ستونزو سره مخ دي، په خاص ډول د کنړ د څوکۍ، نورګل، پېچ‌دره او وټه‌پور په شان سیمو کي چي لاسرسی ورته ډېر ستونزمن دئ. غرنیو سیمو، ځمک‌ښویېدنو او تړلو سړکونو د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی او وروستیو ورښتونو وضعیت نور هم پېچلی کړی او سخت کړی دئ. ))
ډبليو اېچ او وايي دغي پېښي زرګونه کورنۍ بې‌کوره کړي دي چي زیاتر زلزله ځپلي خلګ اوس په لنډ مهاله سرپناوو کي ژوند کوي، چي بېړنيو مرستو او لاس نيوي ته اړتيا لري. دغه سازمان وايي، چي د افغانستان زلزله ځپلي سيمي او خلګ نړۍوال ملاتړ او مرستو ته اړتيا لري؛ ترڅو د هغوی ژوند وژغورل سي.
ياد سازمان ويلي، چي سیمه‌ییز روغتیایي مرکزونه تر سخت فشار لاندي دي او د درملني د امکاناتو، درملو او بشري ځواک له کمښت سره مخ دي.
دغه سازمان پر ټولو نړۍوالو مرستندويانو او بشري سازمانونو ږغ کړی، چي له دوی سره يو ځای دي د افغانستان د زلزله ځپلو لاس نیوی وکړي.