ډبلیو اف پي: افغانستان له اقتصادي اړخه د ښځو لپاره په نړۍ کي يو ستونزمن هیواد دی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) په افغانستان کي د ښځو او نجونو پر وړاندي ګڼو ننګونو او ګواښونو ته په کتو ویلي چي دا هیواد د ښځو د اوسېدلو لپاره له اقتصادي اړخه په نړۍ کي یو ترټولو ستونزمن هیواد دی چي د پرله پسې بحرانونو لویه بیه یې ښځي پرې کوي.

دغې ادرې د اېکس په ټولنیزه شبکه کي په یوه خپره کړې ویډیو کي د افغان مېرمنو او نجونو وضعیت په اړه ویلي چي په افغانستان کي ښځي د کورنۍ د غړو ترټولو وروسته ډېر کم خواړه خوري چي خوړو د نړیوال پروګرام له خوا د بشري مرستو د بندېدو وروسته وضعیت لا خراب سوی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چي په تېر ۲۰۲۳ کال کي د بودیجې د کمښت وروسته یې په افغانستان کي لس میلیونو کسانو ته د خوړو د برابرولو بشري مرستي بندي کړي چي په بې ساري توګه د مرستو دغه بندیدل په عام ژوند کي د ښځو پر اقتصادي حالت بد اغېز کړی.