د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو اف پي وايي، د ډالرو په وړاندي د افغانیو د بیې کښته کېدو سره د خوراکي توکو بیې لوړي سوي دي، چي اقتصادي بېثباتي یې نوره هم زیاته کړې ده.
د دې ادارې د معلوماتو له مخي، تېره اوونۍ د افغانۍ ارزښت د امریکايي ډالر په وړاندي نږدې اته فیصده کم سوی دی.
دا په داسي حال کي ده چي په دې ورستیو کي د ډالرو په وړاندي د افغانیو د بیې د لا کښته کېدو سره په افغانستان کي د خوراکي توکو بیې لوړي سوي دي، چي اقتصادي بېثباتي یې نوره هم زیاته کړې ده.
د خوړو نړيوال پروګرام د جنورۍ په ٣٠ په خپل تازه راپور کي د دې موضوع په ټینګار زیاته کړې چي د تېري اوونۍ په ترڅ کي، افغانۍ د امریکایي ډالر په وړاندي ۷.۶ سلنه خپل ارزښت له لاسه ورکړی چي د بازار پر بیو یې اغېز کړی او اوس هم دا بیې د تېري اوونۍ په پرتله لوړي پاته دي.
اقتصاد پوهان په افغانستان کي د اقتصادي ثبات د کنټرول او د خلکو د ستونزو د هواري لپاره د نړیوالو پر دومدارو مرستو ټینکار کوي.