ډبلیو اچ او وايي، د بودجې د کمښت له امله به د افغانستان ۸۰سلنه روغتیایي مرکزونه وتړل سي

د روغتیا نړیواله ټولنه (WHO) خبرداری ورکوي، که دا ټولنه تمویل نه سي د افغانستان ۸۰ سلنه روغتیايي مرکزونه به وتړل سي.
د روغتیا نړیوالي ټولني (WHO) ویلي، چي دا ټولنه په افغانستان کي د بودجې د کمښت په اړه اندېښمنه ده.
سرچینه وایي، د بودجې کمښت کولای سي د دوی له لوري ملاتړ سوي ۸۰ سلنه اړین روغتیايي خدمات بند کړي.
سرچینې زیاته کړې، چي د بیړني اقدام پرته ۱.۸ میلیون نور افغانان به د لومړنیو روغتیایي پاملرني څخه بې برخي سي، چي ورسره د افغانستان په ۲۵ ښارونو کي د ۱.۶ میلیون خلکو لپاره حیاتي روغتیايي پاملرني بندي سوي دي.
د سرچینې په خبرپاڼه کي راغلي، چي د مارچ تر څلورمي پوري په افغانستان کي ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه د بودجې د نشتوالي او بېړني مداخلې د نه کولو له کبه تړل سوي او د جون تر میاشتي به تر ۲۲۰ ډېر نور هم وتړل سي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *