ډبلیو اچ او وايي، په سختي خوارځواکۍ اخته لسګونه زره افغان کوچنیان درملني ته لاس رسی نه لري

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کي د بشري مرستو د پروګرامونو په برخه کي د بودیجې کمښت ته په اشارې ویلي چي اوس مهال په دغه هیواد کي په سختي خوارځواکۍ اخته ۷۰۰ زره کوچنیان درملني ته لاس رسی نه لري او د دغه ناروغۍ څخه کړیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ریلیف په انټرنیټي پاڼه کي په یو خپور سوي راپور کي د ۲۰۲۴ کال د تیر سپټمبر د میاشتي د شمیرو پر اساس ویلي چي په دې شمیر کي ۲۷ زره او ۶۰۰ هغه کوچنیان هم شامل دي چي سمدستي په روغتون کي بستر کیدو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د راپور له مخي په ۲۰۲۴ کال کي په افغانستان کي ۲۳.۷ میلیون کسان چي د هیواد د نفوسو له نیمايي څخه یې شمیر زیات دی بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا سازمان وايي چي اوس مهال ۱۲.۴ فیصده افغانان د خوړو د خوندیتوب له پلوه خوندي نه دي، په دې شمیر کي ۲.۹ میلیونه هغه کسان هم شامل دي چي په بیړنۍ کچه د لوږي د حالت سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *