ډبلیو ایف پي : له هرو دریو افغان نجونو یوې یې د لومړنۍ دورې زده کړي نه دي بشپړي کړي

د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي په افغانستان کي مخ په زیاتیدونکي ډول بې وزلۍ ته په کتني ویلي چي د بې وزلۍ له امله د هرو دریو نجونو څخه یوې یې د لومړنۍ دورې زده کړي نه دي بشپړي کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام د یکشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کي په یو راپور کي ویلي، چي د دغه پروګرام له خوا په ښوونځیو کي کوچنیانو ته د ناشتې برابرول په ښوونځیو کي د کوچنیانو حاضرۍ سره مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو دغه پروګرام په دې راپور کي په افغانستان کي د بشري پروګرامونو لپاره د بودیجې کمښت ته په اشارې ویلي چي په ۲۰۲۱ کال کي په افغانستان کي واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کي د بودیجې کمبود او اقتصادي بحران افغانانو ته د خوراکي توکو د مرستو برابرولو څخه ترلاسه سوي لاس ته راوړني د خطر سره مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چي په افغانستان کي د اقلیم بدلون بحران څخه زیږیدلي ګواښونه او ننګوني په ټول هیواد کي خلکو ته ستونزي را ولاړي کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *