ډونالډ ټرمپ بايد ۴۵۴ ميليونه ډالر د درغليو په قضيه کي د امريکا حکومت ته وسپاري.

د نيويارک يوې محکمې ښاغلي ټرمپ ته يوه مياشت وخت ورکړی تر څو ټاکل سوې جريمه تادیه کړي ، ياد مبلغ ۳۵۵ ميليونه وو چي څه کم ۱۰۰ ميليونه سود پر اضافه سوی دی همدا ډول د محکمې له لوري پريکړه سوې چي ټرمپ نسي کولای په سوداګريزو او تجارتي کمپنيو کي وظيفه ترسره کړي دا چي دا بنديز به تر څو کلونو پوري وي اندازه يي نه ده په ډاګه سوې. د محکمي له طرفه دا پريکړي په داسي حال کي کيږي چي ټرمپ د ولسمشريزو ټاکنو لپاره کمپاين کوي

ښاغلي ټرمپ د محکمي څخه غوښتنه کړې چي ددې قضيي فيصله دي تر ۳۰ ورځو پوري وځنډوي تر څو نوموړی وکولای سي د ولسمشريزو ټاکنو کمپاين ته دوام ورکړي خو د محکمې قاضي د ټرمپ دا غوښتنه رد کړې ،د ټرمپ د سازمان وياند تر اوسه پوري دې پوښتنو ته جواب نه دی ويلی چي د ياد سازمان مشري به څوک کوي