د ډېلي ټېلګراف د راپور له مخي، ط..البان له ۲۰۲۲ کال راهیسي د هغو افغانانو تعقیب ته دوام ورکوي، چي پخوا ئې له برېتانوي ځواکونو سره همکاري کړې او نومونه ئې په یوه افشا سوي نوملړ کي ثبت دي. د ط..البانو چارواکو ویلي، دا کسان د هيواده د وتلو اجازه نه لري او هغوی د ط..البانو په عمومي عفوه کي هم نه دي شامل.
په دغه ليست کي شاوخوا ۲۵ زره کسان شامل دي، چي په کښي د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو غړي او د هغوی کورنۍ شامل دي. ط..البانو ته امر سوی چي د یاد ليست کسانو ته د وتلو اجازه ورنه کړي او د نیولو له پاره ئې ځانګړي کسان ګومارلي دي.
د راپور له مخي، ط..البان نه یوازي د دغو کسانو، بلکي د هغوی د خپلوانو کورونه هم پلټي او فشار پر راوړي. ډېری افغانان د بېري څخه خپل هيواد پرېښی او یو شمېر ئې اوس هم په ایران کي دي. هغوی اندېښنه لري چي که بېرته افغانستان ته واستول سي، ژوند به ئې له ستر ګواښ سره مخ سي.
دا په داسي حال کي ده چي برېتانیا زرګونه افغانان پټ بریتانیا ته انتقال کړي، خو طالبانو د عفوي سره-سره دا کسان جاسوسان بولي او د نیولو هڅي ئې دوام لري.