په کندهار کښي د ښوونځيو ښوونکو د څراغ تلوېزيون سره د خبرو پرمهال ويلي دي، چي له تيرو دوو مياشتو راهیسي دولت معاش نه دئ ورکړئ. د هغوی په خبره چي د يوې خوا د ښوونځيو د ښوونکي معاشات کم دي او له بلي خوا بيا په مياشتو مياشتو نه ورکول کيږي.
دغه ښوونکي وايي چي د څو مياشتو د کور کرايه ورباندي پاته ده او دومره مالي توان هم نه لري، چي د خپل ژوند اوليه ضرورتونه پوره کړي. هغوی د دولت څخه غوښتنه کوي، چي د ښوونکو معاشات دي پر خپل وخت باندي ورکړي.
د يادوني وړ ده، چي د ط…البانو حکومت د ۱۴۰۴ مالي کال له پاره تر اوسه پوري بودېجه نه ده ترتيب کړي، چي له امله ئې د ډېرو ادارو د کارمندان معاش نه دي اجرا سوی.