کابلوف:روسیه په یو اړخیز ډول د بریکس سرمشریزي ته د اسلامي امارت استازي نه سي بللای

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د بریکس ډلي رارواني غونډي ته د طالبانو د استازي رابلل د دغه سازمان د غړو هیوادونو په پرېکړه پوري تړلي دي.

د روسیې تاس خبري اژانس د ښاغلي کابلوف د وینا پر اساس راپور ورکړی، چي ویلي یې دي، په‌دې برخه کي روسیه نه‌سي کولای چي د شریکانو له رضایت پرته نور هیوادونه په یو اړخیز ډول غونډي ته راوبولي.

ټاکل سوې د بریکس بله غونډه د اکتوبر له ۲۲مي تر ۲۴مي د روسیې په کازان ښار کي وسي.

اسلامي امارت تر دې مخکي غوښتنه کړې وه، چي د بریکس غونډي ته دي د دوی استازي هم وروبلل سي.

په برکس کي برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا شامل دي، خو روان میلادي کال یې مصر، سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو، ایران او ایټوپیا هم غړیتوب ترلاسه کړ او اوس یې د غړو شمېر ۱۰ ته رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *