کابلوف: تاجکستان د شانګهای د همکاریو په سازمان کي د افغانستان د ګډون مخالف دی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، چي تاجکستان د شانګهای د همکاریو په سازمان کي د ا.ا د ګډون مخالفت کوي.
روسي رسنیو د کابلوف په حواله راپور ورکړی چي تاجکستان به د دوشنبې په ورځ پر خپل دریځ له سره غور وکړي.
کابلوف زیاته کړې، روسیې او د ګډون کوونکو اکثریت د شانګهای – افغانستان د تماس کاري ډلي د بیا پیل ملاتړ کړی خو تاجکستان لا هم ځیني ملاحضات لري او تمه لري چي پر خپل دریځ له سره غور وکړي.
ا.ا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې وړاندي یې ویلي، چي په نړیوالو غونډو کي د ا.ا د پلاوي شتون د افغانستان په تړاو مهم او اړین دی.