کابلوف: هر ډول ناسته چي د افغانستان په اړه جوړیږي باید د ا.ا هوکړه پکښي اخیستل سوې وي

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن سه شنبه پر اېکس لیکلي، چي په دې لیدنه کي دواړو لوریو د افغانستان او روسیې ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو، په دوحه کي د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په ګډون د راتلونکي ناستي او پر سیمه ‌ییزو مسایلو خبري کړي دي.
حافظ ضیا احمد وایي، د بهرنیو چارو وزیر له روسیې سره د افغانستان اړیکې مهمي بللي او زیاته کړې یې ده چي د افغانستان اړیکي د سیمي له هیوادونو سره مخ پر غوړېدو دي.
متقي په دې لیدنه کي ویلي، چي د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دی او په دوحه کي د راتلونکي ناستي د اجنډا په اړه له کافي وضاحت وروسته به خپل دریځ څرګند کړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایي، ضمیر کابلوف هم ټینګار کړی چي هر ډول ناسته کوم چي د افغانستان په اړه جوړېږي، باید د افغان حکومت هوکړه پکښي اخیستل سوې وي.