کابل ته د قطر پلاوي طالبان د دوحي په ناسته کي ګډون ته هڅولي دي

په بهرنیو چارو کي د قطرد دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د ا.ا له مسوولینو سره په کتنه کي له هغوی څخه غوښتي چي د دوحې په را روانه غونډه کي ګډون وکړي.
د ا.ا مسوولینو هم په دې لیدنو کي ټینګارکړی چي د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو کي باید د ا.ا پلاوی ګډون وکړي ترڅو دا غونډي مثبتي نتیجې ولري، خو دوی ټینګار کړی چي په دا ډول غونډو کي دي ا.ا موقف او ږغ ته درناوی وسي.
د قطرد دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره په لیدنو کي د ا.ا مسوولینو دغه راز ویلي، چي ا.ا له ټولو هیوادونو سره پراخي سیاسي – اقتصادي اړیکي غواړي او د همدغه سیاست په غوره کولو سره دوه اړخیز تعامل ته را وړاندي سوی دی.
ټاکل سوې چي د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د راتلونکي جون میاشت په دېرشمه جوړه سي چي دوې ورځي به دوام وکړي.
په دوحه کي د ملګروملتونو په کوربه توب دوهمه غونډه د روان کال په فبرورۍ کي د طالبانو له حضورپرته ترسره سوه.