کابل ښاريان د کابل د ترانسپورټ رياست په بې کفايتۍ تورنوي

کابل ښاريان او مسافر شکايت کوي، چي په کابل کي د مسافر وړونکو موټرونو په تم ځای کي د ترانسپورټي شرکتونو کارکوونکي د رقابت له امله هڅه کوي، چي زيات مسافر پيداکړي، چي په زور مسافر کشوي ترڅو د دوی په بس موټرونو کي ولايتونو ته سفر وکړي.
د هغوی په خبره چي د ډېرو مسافرو سره کوچنيان او ښځي هم ورسره وي مګر بیا هم د ترانسپورټي شرکتونو د کارکوونکو له خوا په زور غوښتل کېږي، چي له دوی سره به سفر کوي.
د دوی په خبره چي د مسافرو سره دغه حالت د ډېره وخته روان دئ خو د دولت د ترانسپورټ اړوند ادارو تر اوسه پوري اقدام نه دئ کړئ.
هغوی د دولت څخه غوښتنه کوي، چي د دغه کسانو مخه دي ونيسي، ترڅو مسافر او ښاريان نور ورڅخه په تکليف نه سي.