کابل کي ط..البانو لسګونه ښځي د محرم د نه درلودلو له امله نيولي

د کابل څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په دشت برچې سيمه کي د ط..البانو د امرب.المعروف وزارت له خوا لسګونه ښځي د محرم د نه موجوديت او حجاب نه مراعتولو له امله نيولي او زنداني کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو د مخي دغه نجوني او مېرمني ط..البانو په خپلو موټرونو کي تر زندان پوري انتقال کړي دي او خلګو ته ئې اجازه نه ورکول چي انځور او يا هم ويډيو وکړي.
دا په داسي حال کي ده، چي د ط..البانو د امرب.المعروف وزارت وياند تېره ورځ هغه ادعاوي رد کړې، چي ط..البانو په مرکز کابل کي ښځي نيولي او زنداني کړي دي.