د طالبانو تر واک لاندي د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پرون دوشنبې ورځي په یوه خبر پاڼه کي راغلي چي قطر هیواد ۲۰۰۰ افغانانو ته کاري ویزې ورکوي ، ددغو ویزو ثبت نام نن د سې شنبې په ورځ د افغانستان په مختلفو ولایتونو کي شروع سو ، چي هر کس باید د نوم ثبتولو لپاره ۲۰۰ افغانۍ تحويل کړي ، دا ویزې به د مستریانو ، شیدو لوشونکو ، میز پاکونکو ، د نوشابو او خوړو بس چلونکو ، اشپزانو او خونو پاکونکو لپاره وي .
بلخوا بیا داحصائیې کارپوهانو او د ټولنیزو چارو تحلیلګرانو ویلي ؛ چي په لومړۍ ورځ فقط کابل کي سل زره کسانو نومونه ثبت کړي ، تحلیل ګرانو زیاته کړې ؛ که څه هم اعلان سوي کاري بستونه لږ دي خو بیا هم طالبانو د افغانانو د بې روزګارۍ څخه په استفاده د ثبت نام پروسه تر ټولو ولایتو او زونو غځولې ده ، تر څو د نوم ثبتولو لپاره ۲۰۰ افغانی ددغه غریبو او بې وزلو کارګرو څخه خپل جیب ته واچوي