کاناډا د هغو افغان کډوالو تمویل بند کړ چي په پاکستان کي د کاناډا د ویزو په انتظار دي

کاناډا ژمنه کړې وه هغو افغانانو ته به د کډوالۍ ویزې ورکوي چي په افغانستان کي له کاناډايي ځواکونو سره همکاري کوي.
په افغانستان کي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری دغه افغانان پاکستان ته تللي او کاناډا ته د انتقال په تمه دي.
دغو افغانانو ته د کاناډا د مهاجرت ادارې پیسې او امکانات برابر کړي وه.
اوس د کاناډا د دولتي تلوېزیون د راپور له‌مخي، د کاناډا حکومت په پاکستان کي دغو افغان کډوالو ته د سرپناه پیسې بندي کړي دي.
دې ادارې ویلي چي، دا یو موقتي کار وو، ځکه پناه غوښتونکو سرپناه ته اړتیا درلوده څو په‌دې موده کي خپل اسناد برابر کړای سي.
ادعاوي کیږي چي پاکستان هم د دغه افغانانو د اوسېدو له امله ډيري پيسې تر لاسه کولې او دغه راز ډېری پاکستانیان هم د افغانانو په نامه کاناډا او نورو هیوادونو ته تللي دي.